د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند عمومي منشي کيم جونګ اون ته د دغه ګوند د جوړېدو د ۸۰مې کليزې په پار د مبارکۍ پيغام استولی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې پر دې ټينګار وکړ، د چين او ډيموکراتيکې کوريا د اړيکو ښه ساتنه، ټيګښت او پرمختګ تل د چين کمونېست ګوند او حکومت نه بدلېدونکې تګلاره ده. چين نيت لري له ډيموکراتيکې کوريا سره د ستراتيژيک تماس نيولو د پياوړتيا، د واقعي همکارۍ د ژورتيا، د خپلمنځي همغږۍ د نژدېوالي، د دوه اړخيزو اړيکو د پر له پسې پرمختګ او د دواړو هېوادونو د سوسياليستي چارو د پراختيا په پار هڅې وکړي څو د سيمې حتی نړۍ سولې، ثبات، ترقۍ او سمسورتيا ته خدمتونه وکړي.


































