د چين د رېلوې ادارې خبر ورکړ، چې د چين- لاوس رېلوې له پرانيستې څخه د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې له دې لارې تر ۶۰ ميليونو زيات مسافرين ليږدول شوي دي.
په روان کال کې يادې رېلوې ته د مسافرينو تقاضا ډېره زياته ده او د کال له پیل څخه يې د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې ۱۵ میليونه او ۴۸۰ زره مسافرين ليږدولي دي چې د تېر ۲۰۲۴م کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲.۳۸ زياتوالی ښي.



































