د کلومبيا پوهنتون پروفیسور او د نړۍ مشهور اقتصادپوه جيفري سکس(Jeffrey Sachs) د سي جي ټي اېن سره د مرکې پر مهال د کمربند او لارې طرحې ستاينه کړې او له اروپا څخه يې غوښتي، چې له چین سره دې ګډې همکارۍ تقويه کړي او د عصري زمانې د ورېښمو لار دې په ګډه بيا سمسوره کړي.
نوموړي ويلي، اروپا د پرانيستې او اتصال نيت لري او «نړيواله دروازه» پلان يې مطرح کړی. هغه وړانديز کړی، چې د اروپا دغه پلان دې له اروپا څخه د ختيځ پر لور عملي شي او د کمربند او لارې طرحه دې له چين څخه د لوېديځ پر لور عملي شي او دواړه کولی شي چې د ازبکستان په سمرقند کې متصل شي او د ۲۱ مې پېړۍ لپاره دې د ورېښمو لارې د بيا ابادۍ لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړي د اوسنيو نړيوالو همکاريو په اړه ويلي، چې د امریکا حکومت د نړۍ له بېلابېلو لوریو غوښتي چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له طرحې څخه ووځي او دغه کړنه يې د مشترکو ګټو له اصولو څخه سرغړونه ده.



































