د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جیا کون د اکتوبر په لسمه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې لای چينګ ده سپين ته تور او تور ته سپين وايي او تاريخي حقیقتونه او نړيواله اجماع تحریفوي.
دا په داسې حال کې ده چې لای چينګ ده د همدې ورځې په لومړيو کې له چين څخه د تايوان د بېلتون او د تايوان تنګي د سولې او ثبات په اړه ناسمې خبرې کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ګوه جيا کون په دې اړه وويل، هره هغه کړنه چې د تاریخي حقیقت تحریفول او د ملګرو ملتونو د اړوند پرېکړه ليک چلنجول غواړي، په دې مانا ده، چې نه یوازې د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا، بلکې د ملګرو ملتونو واک او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړيوال نظم هم له ننګونو سره مخامخ کوي.



































