د اکتوبر د نهمې نېټې او لسمې نېټې په شپه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د جوړېدو د ۸۰ مې کلیزې نمانځغونډه او یو شمېر نور فعاليتونه د دغه هېواد په پلازمېنه پيونګ يانګ کې ترسره شول. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي چيانګ په دغه نمانځغونډه کې ګډون کړی او اړونده هنري ننداره او رسم ګذشت يې له نږدې کتلي دي.



































