د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ويلي، چې د افغانستان د صادراتو کچه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۰ سلنه لوړه شوې او د هېواد د سوداګرۍ ټول ارزښت ۶ میلیارده او ۷۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د صادراتو زیاتوالی د اقتصادي وضعیت د ښهوالي، د ملي تولیداتو د ودې او د سوداګرۍ سکټور ته د ا.ا د پاملرنې نتیجه ده. اقتصادي معاونیت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستانه پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې، ایران، چین او عراق ته د ۷۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي. همدارنګه، د هېواد د تولیدي فابریکو شمېر له ۳۵۰۰ څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی، چې له امله یې د کار فرصتونه هم زیات شوي دي.



































