په چين کې د ملي جشن او سپوږمۍ اختر د رخصتیو لپاره د سفرونو او تګ راتګ جريان د سپتمبر په ۲۹مې نېټې پيل او د اکتوبر په ۱۰مې نېټې په سالمه توګه پای ته رسيدلی.
سرچینه وايي چې په دغو ۱۲ ورځو کې ټرافیک ډېر امن او منظم وو او د اورګاډیو له لارې ۲۱۳ میلیونه داخلي سفرونه شوي دي.
خبر وايي چې په همدې مودې کې هره ورځ په منځنۍ توګه ۱۷.۷۶ میلیونه سفرونه شوي او دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاریه ۶ سلنه زياته ده. همدارنګه، د هېواد د رېل له لارې د مالونو د لېږد رالېږد اندازه ۱۳۷ میلیونه ټنو ته رسېدلې، چې د مسافرو او بارونو ټرانسپورټ د ودې وضعيت ښيي.



































