د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پر ځايي وخت د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په بیلینزونا کې د سویس د فدرالي شورا غړي او د بهرنیو چارو له وزیر کاسیس سره د یوې ګډې خبري ناستې په ترڅ کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د لومړي پړاو اوربند او د بندیانو د تبادلې د موافقې په اړه د چین دریځ څرګند کړ.
وانګ يي وویل چې چین د سولې د راوستلو او د ژوند د ژغورلو لپاره د ټولو هڅو هرکلی کوي. ده زیاته کړه چې چین درې غوښتنې لري: لومړی، باید د رښتیني، هراړخیز او دوامداره اوربند د ترلاسه کولو لپاره ګډې هڅې وشي. دوهم، نړۍ پر دې اجماع لري چې فلسطین باید د فلسطینیانو له خوا اداره شي نو دا اجماع باید پلې شي. درېیم، د “دوو هېوادونو طرحه ” باید په کلکه تعقیب شي.




































