د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۷ زره او ۷۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۸۰ زره او ۷۵۹ ټنه، د اقینې بندر له لارې څلور زره او ۷۳۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۶زره او ۲۶ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۶ زره او ۲۴۷ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۱۷ زره او ۷۶۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۶۶) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.




































