د تايوان سيمې ادارې په دې وروستيو کې د بې ځايه خبرو، د هوايي دفاع سيسټم د ابادۍ او د دفاعي بوديجې د زياتوالي په شمول د دې سيمې بېلتون غوښتونکي اقدامات کړي او له امله يې د نړيوالو عامو افکارو له سختو غندنو سره مخ شوې ده. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن يوه تازه سروې ښيي، نږدې ۹۰٪ برخوال د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه بللې او د تايوان ادارې پارونکې او ناوړې کړنې يې غندلې دي.
د دې سروۍ ۹۰ اعشاريه ۲ سلنه برخوالو ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو د اړوند پرېکړه ليک مراعات وکړي. ۸۷ اعشاريه ۷ سلنه برخوالو دې ته اشاره کړې، چې يوازې د يو چين پېژندنې اصل او د ۱۹۹۲م کال د نظريو موافقه تعقيب شي، د تايوان تنګې سوله او ثبات به ډاډمن شي او د تايوان اقتصاد به د تايوان تنګې د دواړو غاړو ترمنځ د همکاريو او پيوستون له لارې پراختيا ومومي.


































