د ښځو د څلورم نړيوال کنفرانس سرمنشې او د تنزانيا د ښځو حقونو مشورې فعالې ګیرتروډ مونګيلا په تنزانيا کې له سي جي ټي اېڼ سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څلورم نړيوال کنفرانس ډېر ارزښت لري او چين د نړۍ د ښځو چارو په پرمختيا کې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي.
دېرش کاله وړاندې د ملګرو متلونو د ښځو څلورم نړيوال کنفرانس په بېجينګ کې ترسره شو، «د بېجينګ اعلاميه» او «د اقدام پلټفرم» پکې تصوب شوي دي. د دې کنفرانس د سږ کال سرمنشي مېرمن مونګيلا وه او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه، چې جنسیتي برابري دې ترویج کړي.



































