د چین پوسټ ملي ادارې د اکتوبر په ۱۲مه نېټه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د روانې میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې د چين د چټک پوسټ څه د پاسه ۱۵۰ ميليارډه بستې لېږدول شوې دي.
د چین پوسټ ملي ادارې یوه مسؤل ویلي چې دا په بشپړ ډول د چین د مصرفي بازار دوامداره وده او د اقتصاد ثابت پرمختګ ښیې او همدارنګه د چین د یو متحد ملي بازار په جوړولو کې د چټک پوسټ چارې مهم رول منعکسوي.



































