د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۳مې په سهار بېجینګ کې د ښځو د نړیوالې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
هغه وویل: موږ باید په دور اندیشۍ سره د ښځو د هراړخیز پرمختګ جریان د هڅولو لپاره لا زیاته اجماع ایجاد کړو، لا ښه زمینه برابره او لا عملي ګامونه پورته وکړو.
رئیس شي جين پينګ په دې اړه څلور فقره ییز وړاندیز مطرح کړ:
۱.نړیواله ټولنه دې د ښځو د ودې او پرمختګ لپاره مناسبه زمینه په ګډه برابره کړي.
۲.نړیواله ټولنه دې د ښځو چارو د باکیفیته پرمختګ لپاره په ګډه پياوړی خوځنده ځواک راغوڼد کړي.
۳.نړیواله ټولنه دې د ښځو د حقونو د تضمین اداري چوکاټ په ګډه جوړ کړي.
۴.نړیواله ټولنه دې د ښځو د نړیوالې همکارۍ نوې مرحلې په ګډه وهڅوي.



































