د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۱۳مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د خارجه وزير وانګ يي په بلنه د هسپانيا خارجه وزير جوس مانويل الباريس بوينو به د روانې مياشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.
وياند لين جيان په همدې ورځ ويلي، هسپانيا په اروپا کې د چين ډېر مهم ستراتيژيک همکار دی. له تېرو څو کلونو راهيسې د چين او هسپانيا د لوړ پوړيو مسؤلینو ترمنځ تګ راتګ نږدې ساتل شوی، متقابل سياسي باور پر له پسې ټينګ شوی او خپلمنځي واقعي همکاريو زياتې لاسته راوړنې موندلې چې د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند ښه والی يې پرمخبيولی دی. روان کال د چين او هسپانيا د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت د ټينګېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. دواړه خواوې به چين ته د خارجه وزير الباريس د سفر په ترڅ کې د دوه اړخيزو اړيکو، د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
د ده په خبره، چين باور لري چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم او باور په ګټه وي او د چين او هسپانيا د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت د باکيفيته پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.



































