د ۲۰۲۵ کال د غلو دانو نړيوال فورم د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د ايټالیا په پلازمېنه روم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان لخوا پرانيستل شو.
د يادونې وړ ده، سږکال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د جوړېدو له ۸۰مې کليزې سره برابر دی. په دې ترڅ کې د يو شمېر هېوادونو مشرانو، چارواکو او استازو مشورتي ناسته کړې څو د غلو دانو نړيوال سيستم د اصلاحاتو لپاره ګډه هڅه وکړي.

دغه فورم د «یو بل ته د لاس په ورکولو سره به متنوع خواړه دود کړو او د غوره راتلونکې جوړولو لپاره به په ګډه هڅې وکړو» تر غنوان لاندې ترسره کېږي.
د نړۍ د مختلفو حکومتونو، شرکتونو او علمي سازمانونو څه باندې ۲۵ زره استازو په دې فورم کې ګدون کړی، چې دغه شمېر په تاريخ کې تر ټولو زیات دی. ګډونوال به په دې فورم کې د غلو دانو د امنيت، اقليمي بدلون او د ټېکنالوژۍ د نوښت په اړه د نظريو تبادلې او همکارۍ تر سره کړي.




































