په دون هوانګ ښار کې د نړۍ د ښاروالو ډيالوګ په نوم فعاليت د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د چين د ګان سو ولايت په مرکز دون هوانګ ښار کې پرانيستل شوی. د ۱۰ هېوادونو ښاروالانو، د ښارواليو استازو، په چين کې بهرنيو ډيپلوماټانو او د هان کلتور پېژندلو ځوانو پوهانو په شمول مېلمنو په دې فعاليت کې ګډون کړی او د کلتوري ښارونو د مديريت د فرصتونو او ننګونو په اړه يې بحثونه پيل کړي دي.
د دې فعاليت ګډونوال به د کلتوري ښارونو د سرچينو، چاپيريال ساتنې، زرغون پرمختګ او ځيرک کېدو په برخو کې د مديريت د مشخصو اقداماتو په اړه خبرې اترې وکړې او د کلتوري اثارو د ساتنې او د ښار د ادارې په اړه يې خپلې تجربې شريکې کړي.
د نړۍ د ښاروالو ډيالوګ د نړيوالې تبادلې او همکارۍ مهم پلېټفورم دی او موخه يې د متقابل باور، متقابلو زده کړو او نړيوالو همکاريو پياوړتيا ده.




































