د ۲۰۲۵م کال لپاره د انجنيرۍ سازمانونو د نړيوال فډراسیون غونډه د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د چين په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د دې غونډې په افتتاحیه مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
دينګ شوی شيانګ وويل، د دولت رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره کړې، چې د انجينرۍ ساينس او ټېکنالوژي د انساني ټولنې په پرمختګ کې د مهم انجين رول لري. ده زیاته کړه چې چين د نوښت پر بنسټ ولاړه پرمختيايي ستراتيژي عملي کړې، د ساينس او ټېکنالوژۍ د پياوړي هېواد د ابادۍ په لوري يې پرمختګ موندلی، د مرکزي او مهمو تخنيکونو د ودې په برخه کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي. هغه وايي چې چين د خپل پرمختګ په عين وخت کې نړيوالې راکړې ورکړې او همکارۍ هم پياوړې کړي او د انجنيري ټېکنالوژۍ پراختيا يې هڅولې ده.
دغه غونډه، چې اصلي موضوع يې (( د انجنيرۍ له لارې د زرغون راتلونکي ابادول)) دي، د انجنيرۍ سازمانونو د نړیوال فډراسیون، د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ فډراسیون، د چين د انجنيرۍ اکاډامۍ او د شانګهای د حکومتي ادارې له خوا په ګډه جوړه شوې ده. د چين او بهرنيو هېوادونو د چارواکو، د انجنيرۍ سازمانونو استازو، د ټېکنالوژيکي کارکوونکو او د اړوندو تصديو مسوولينو په شمول ۷۶۰ تنو په افتتاحيه مراسمو کې ګډون وکړ.




































