د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د ګانا له ولسمشر جان دراماني مهاما سره وکتل چې د ښځو په نړيواله غونډه کې د ګډون په پار چين ته راغلی دی.
شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين تل د ګانا ټينګ ملاتړ کوي چې د خپلو واقعيتونو سره سمه د عصري کېدو لار غور کړي او نيت لري چې له دغه هېواد سره په مختلفو ساحو کې همکارۍ زياتې او پياوړې کړي څو په نوې زمانه کې د چين او افريقا د ټولو فصلونو د ګډ برخليک ټولنې ګډې ابادۍ ته لا ستر خدمتونه وکړي. چين هر وخت په صميمانه او رښتينې رويې او نظريې له افريقا سره همکاري کوي، غواړي چې له ګانا سره خپلمنځي متقابل سياسي باور پياوړی کړي او د دواړو خواوو د مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مهمو مسئلو کې يو د بل ملاتړ وکړي.
د ګانا ولسمشر جان دراماني مهاما د ښځو نړيوالې غونډې د بريالي کوربتوب له امله چين ته مبارکي وويله، دغې نړيوالې غونډې ته يې ستر ارزښت ورکړی او څرګنده يې کړه چې ترې د ښځو نړيوالو چارو په لارښوونه کې د چين وړتيا ښيي.
هغه ويلي، ګانا د يو چين پر پېژندنې ټينګار لري، هڅه کوي چې له چين سره خپلې اړيکې ژورې کړي او تمه لري چې له چين سره د سوداګرۍ، ډيجټلي اقتصاد، د زيربناوو جوړولو، انرژۍ، کانونو، انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې په شمول ساحو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکې لا لوړې سويې ته ورسوي.




































