د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له پل ارتل څخه تر دهمزنګ پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سرچینې په خبره دا سړک چې، ۱۰۴۰ متره اوږدوالی، ۲۷ او ۳۰ متره سور لري، د یوه معیاري سړک ټول جزئیات پکې شامل دي او د جوړولو چارې به یې د تخنیکي سندونو مطابق د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې او د ترافیکو پرمخ به پرانیستل شي.




































