په ۱۹۹۵م کال کې د ملګرو ملتونو د ښځو څلورمه نړيواله غونډه د چين پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه، چې پکې (( د بېجينګ اعلاميه)) او ((عملياتي مرامنامه)) تصويب شوې او د نړۍ د ښځو چارو د پرمختګ نقشه وټاکل شوه.
تر يادې غونډې دېرش کاله وروسته، بېجينګ يو ځل بیا د ښځو دوه ورځنۍ نړيوالې غونډې کوربه و.د ښځو نړيواله غونډه د روان اکتوبر په ديارلسمې نېټې پيل او په څوارلسمې نېټې پای ته ورسېده، چې پکې د ښځو د څلورمې نړيوالې غونډې د روحيې او هم په نړۍ کې د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د هراړخيز پرمختګ د نویو فرصتونو يادونه وشوه.
تاريخ ته په کتو، د ښځو د چارو هر پرمختګ د تمدنونو له ډيالوګ او پيوستون سره نږدې تړاو لري.
په ۱۹۹۵م کال کې د بېجينګ د ښځو نړيوالې غونډې کې (( د بېجينګ اعلاميه او عملياتي مرامنامه)) تصويب شوې، چې پکې د جنسيتي برابرۍ او د ښځو حقونو تضمین په شمول ځینې نظریې د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې ګرځېدلې دي.
د يادو سندونو له مخې، په تېرو ۳ لسیزو کې د نړۍ د ښځو چارو ډېر پرمختګونه موندلي دي. د بېلګې په توګه نجونو تعليمي حقونه ترلاسه کړي او بېلا بېلو هېوادونو ګام په ګام د ښځو پر وړاندې تبعيضي قوانين لغوه کړي دي. خو نړيوال بايد پر دې هم ښه پوی شي، چې د نړۍ د ښځو چارې لاهم له ډېرو ننګونو سره مخ دي او په ډېرو برخو کې جنسيتي نابرابري ليدل کېږي او د دې ترڅنګ د تعليمي او اقتصادي چارو کې موجودو خنډونو او په سياسي چارو کې د ښځينه استازو کمښت او کلتوري تبعيض هم د ښځو د رول مخه نیولې ده.
شنونکي باور ښيي، چې د بېجينګ سږنۍ غونډه به د نړۍ هېوادونه د يادو ننګونو د لرې کولو لپاره ګډو نظريو ته وهڅوي او د ستونزو د حل لپاره به طلايي کيلي ومومي.
چين د ښځو د سږنۍ نړيوالې غونډې کوربتوب کړی او د ښځو د چارو د پرمختګ لپاره يې فعال رول لوبولی دی.
د چين حکومت په ۱۹۹۵م کال کې اعلان وکړ، چې جنسيتي برابري يې د هېواد د ټولنیز پرمختګ د يوې بنسټيزې تګلارې په توګه ټاکلې ده.
د چين دغه اعلان د ښځو چارو پرمختګ د پرمخبېولو لپاره د دغه هېواد حکومت د ټينګې ارادې ښکارندويي کوي.
چين له دېرشو کلونو راهیسې د ښځو حقونو د ضمانت، تعليم، استخدام او روغتيا په برخو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او نسبتاً بشپړ قانوني سيسټم يې جوړ کړی او د ښځو حقونو د تضمين لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. په ورته وخت کې چين کې ډېرې بېوزله ښځې له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي او شتمنې شوې دي او په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يې ډېر مهم رول لوبولی او د ټولنيز پرمختګ نيمه برخه يې نېولې ده.
د ښځو نړيواله سرمشریزه د چين لپاره يو داسې ښه او مهم فرصت و، چې نړيوالو ته یې د ښځو د چارو پرمختیایي لاسته راوړنې وښودلې او له نورو هېوادونو سره یې خپلې تجربې شريکې کړي. بل دا چې سږنۍ سرمشريزه د نړۍ د ښځو چارو د پرمخبېولو لپاره هم مهم ډګر و.
د چين دولت رئيس شي جين پینګ هم د ښځو په سږنۍ نړيوالې سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې ده. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين د نړۍ د ښځو چارو ته په درنه سترګه ګوري.
چين له دې سرمشريزې څخه په استفادې له نورو هېوادونو سره د نظريو پراخو تبادلو او همکاريو ته لاره پرانيستلې او په تېر کې يې د بېجينګ اعلاميه او عملياتي مرامنامه پلې کړي او د نړۍ د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د هراړخيز پرمختګ لپاره يې نوی حیاتي ځواک برابر کړی دی.
د نړۍ د ښځو د چارو پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.
ټول هېوادونه بايد جنسيتي برابري د دولتي پرمختيایي ستراتيژۍ او تګلارو په سيسټم کې شامله کړي، د ښځو چارو د پرمختګ لپاره باید زياته پانګه ولګوي او د ښځو پرمختګ لپاره باید ښه ټولنيز چاپېريال برابر کړي. د دې ترڅنګ بېلا بېل هېوادونه بايد د ښځو چارو په برخه کې نړيوالې همکارۍ پیاوړې او يو له بل سره تجربې شريکې کړي او د ننګونو پر وړاندې باید ګډه مقابله وکړي، څو د نړۍ د ښځو چارې پر له پسې پرمختګ ومومي.
د نړۍ د ټولو هېوادونو ګډې هڅې د ښځو د هراړخيز پرمختګ نوی جريان چټک کولی شي.




































