د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۸م نندارتون د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانیستل شو. تر اوسه پورې د ۲۱۸ هېوادونو او سیمو څه باندې ۲۴۰۰۰۰ پيرودونکي راجلب شوي دي.
د سږني نندارتون د ګډوالو شمېر د تېر په پرتله ۱۰٪ زیاتوالی موندلی دی.
د مالوماتو له مخې، دغه نندارتون د ۱.۵۵ ميلیونو مربع مترو ساحه کې جوړ شوی او ټولټال ۷۴۶۰۰ غرفې لري چې پکې د خدماتي روبوټونو او سمارټ طبي چارو په ګډون ځانګړي تالارونه شتون پکې لري. له ۳۲۰۰۰ څخه زیات شرکتونه په دې نندارتون کې برخه لري.




































