د فرانکفورت د کتاب ۷۷م نندارتون د ۱۴مې نيټې په ماښام پرانیستل شو، د ۹۲ هېوادونو او سیمو تر ۴۰۰۰ زیاتو ناشرانو پکې ګډون کړی و.
د سږ کال نندارتون د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د تاسیس له ۵۰مې کلیزې سره سمون خوري. چیني ناشرانو په دغه نندارتون کې۶۵۰۰ ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
د دې نندارتون په جریان کې به چیني او بهرني ناشران په ګډه ۵۸ کلتوري فعاليتونه ترسره کړي.




































