د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د دې وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه، د کاناډا د بهرنيو چارو وزيره انيتا اناند به د اکتوبر له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي.
اناد د روان کال په مې کې د کاناډا د بهرنيو چارو وزیره شوې او دا به د دغې دندې له پيلېدو وروسته چین ته د دې لومړی سفر وي. لين جيان وويل، چې وانګ يي به له مېرمنې اناد سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
روان کال د چين او کاناډا ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړيکو ټينګېدو له ۵۵مې کليزې او د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. چين تل د متقابل درناوي، برابرۍ او متقابلو ګټو پر بنسټ د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ دريځ لري او غواړي، چې د نوموړې د دې سفر له لارې له کاناډا سره ستراتيژيکې تبادلې پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو توافقاتو تطبيق پياوړی کړي، د خلمنځي اړيکو ښه والی او پرمختګ ومومي او د دواړو خواوو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.




































