د چين د بهرنيو چاو وزارت وياند لي جيان د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې په بهرنيو چارو کې د فرانسې ولسمشر سلاکار ايمانويل بوني به د اکتوبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي.
ده زیاته کړې چې ایمانویل بونی به د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او د دې مرکزې کمېټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر له مشر وانګ يي سره په ګډه د چين او فرانسې د نوي پړاو ستراتيژيک ډيالوګ مشري وکړي.
لين جيان وويل، چې چين او فرانسه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او خپلواک لوی هېوادونه دي. دی وايي چې چين هيله لري، چې د دې ډيالوګ له لارې د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو او ستونزو د حل د لارو چارو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
هغه وايي چې بېجینګ غواړي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو توافقاتو تطبيق ته وده ورکړي، متقابل باور او همکارۍ پياوړې کړي، خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.




































