د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۱۴مه نېټه رسینو ته اعلان وکړ، چې د سویډن د بهرنیو چارو وزیره ماریه مالمېر سټیناګارد به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه، د اکتوبر له ۱۶مې تر ۱۷مې نېټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي.
لين جيان وويل، سویډن د چين له ولسي جمهوریت سره د ډيپلوماټيکو اړيکو ټينګولو لومړنی لوېديځ هېواد و. ده زیاته کړه چې سږکال په مې کې د چين ولسمشر شي جين پينګ او د سویډن پاچا کارل ۱۶م ګوستاف د دواړو هېوادونو د ديپلوماتیکو اړيکو ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول او موافقه يې وکړه چې خپلمنځي عملي همکارۍ لا پياوړې او دوه اړخیزې دوستۍ ژورې کړي.
لین جیان زیاته کړه، چې چين هيله لري د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې عملي ، متقابل باور زيات او همکارۍ لا ژورې کړي څو د چين او سویډن اړيکې په ثابته او دایمي توګه پر مخ ولاړې شي.




































