د ښځو د نړیوالې غونډې د پای مراسم د اکتوبر د ۱۳مې نېټې په ماسپښین په بیجینګ کې ترسره شول. د چین د دولتي شورا غړې او د ښځو د ملي فډراسیون مشرې چن يي چین او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې باهوس په مراسمو کې ګډون او ویناوې وکړې.
له ۱۱۰ څخه زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه شاوخوا ۸۰۰ استازو د پای په مراسمو کې ګډون وکړ. په مراسمو کې د ښځو د نړیوالې غونډې رئیسه اعلامیه خپره شوه. تر دغو مراسمو مخکې، د ۴۶ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشرانو او استازو د سرمشریزې په عمومي غونډې کې خبرې وکړې. دوی په اتفاق سره د ښځو د نړیوالې چارې د پرمختګ د لوري په اړه د رئیس شي جین پینګ نظریې تایید کړې او باور يې ښودلی چې دا سرمشریزه د ښځو د نړیوال غورځنګ په تاریخ کې یو نوی پړاو جوړ کړی دی. دوی څرګنده کړه چې د ښځو د هراړخیز پرمختګ د نوي بهیر د ګړندي کولو لپاره به کوښښ وکړي.




































