د ښځو د نړیوالې غونډې په ترڅ کې د اکتوبر د ۱۴مې نېټې په سهار ” په ډیجیټلي ځیرکتیا کې د ښځو او نجونو د لاسته راوړنو ” نندارتون په بېجینګ کې ترسره شو.
د دې نندارتون په افتتاحیه مراسمو کې د چین د دولت د رئیس شي جین پینګ میرمنې او د نجونو او ښځو د تعلیم د پرمختګ لپاره د یونسکو ځانګړې استازې پنګ لي يوان ، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې سیما سامي باهوس هم ګډون او ویناوې وکړې.

په دې نندارتون کې پر پينګ لي یوان او سیما سامي باهوس علاوه د یو شمېر بهرنیو هېوادونو او سازمانونو ښځینه مشرانو او د چین دوستو شخصیتونو استازو هم ګډون وکړ.

پنګ لي يوان په خپلو خبرو کې وویل چې چین په فعاله توګه د ډیجیټل او ځیرکې ټېکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړی دی، چې د ښځو او نجونو د ژوند لارې یې بدلې او د ښځو لپاره په نوې زمانه کې د پرمختګ لپاره لازیات فرصتونه برابر کړي.

دې زیاته کړه: زه غواړم له تاسو سره یو ځای د ټېکنالوژۍ له لارې د ښځو د نړیوالو چارو ته نوي پرمختګونه ورکړم.




































