د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقینې ــ اندخوی د رېل پټلۍ دویم فاز د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ویلي، چې د اقینې ــ اندخوی رېل پټلۍ دویم فاز چې۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري د جوړولو قرارداد یې له ترکمنستاني شرکت سره شوی دی. د نوموړي په خبره د دې رېل پټلۍ لومړی فاز چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري وړاندې بشپړ شوی او همداراز د اندخوی ــ جوزجان رېل پټلۍ د سروې ډیزاین د ۵۵ کیلومتره په اوږدوالي هم بشپړ شوی چې عملي چارې به یې ژر پیل شي.




































