د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د سيشل نوي منتخب ولسمشر پاتريک هېرميني ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او سيشل دوديزه دوستي لري، د ګډې علاقې وړ مسئلو په تړاو یې يو له بل څخه ملاتړ کړی، د بنسټيزو تأسيساتو او زرغون پرمختګ په برخو کې همکارۍ يې ډېرې زياتې لاسته راوړنې لري. د هغه په وينا، راتلونکی کال به د چين او سيشل د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مه کليزه سره برابر وي.
ده زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري، چې له منتخب ولسمشر پاتريک هېرميني سره ګډه هڅه وکړي، څو د چين او افريقا همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې لاسته راوړنې پلې کړي، د دواړو هېوادونو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.



































