په مادرید کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ له خبرو وروسته، امريکا د چين پر وړاندې د ګمرکي تعرفو د بيا پيل پرېکړه اعلان کړه.
د امریکا په دې اقدام سره وښوده چې د چين پرضديې يو لړ نوي محدوديتونه وضع کړي، لکه د چين پر توکو د ۱۰۰ سلنې ګمرکي معرفي اخيستلو ګواښ او د چین بېړيو ته د بندر د خدمتونو په بدل کې د اضافي فيس وضع کول.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن يوه تازه سروې ښيي، چې ۹۱ اعشاريه ۳ سلنه برخوالو د امریکا د ګمرکي معرفو نوې پرېکړه غندلې او ویلي يې دي، چې امریکا په دې کار سره غواړي چې له بېلابېلو هېوادونو څخه د پرمختګ حق واخلي.
دې کسانوغوښتنه کړې چې ټول هېوادونه دې په ګډه د دې عمل پر وړاندې مقاومت وکړي.
د چين او امريکا د تعرفو جګړه به د چا ګټې لا زياتې زيانمنې کړي؟
د دې سروې پايلو ښودلې، ۶۷ اعشاریه ۷ سلنه برخوال پر دې باور دي چې دا به د امريکا ګټې زياتې زيانمنې کړي. ۸ اعشاریه ۹ سلنه برخوالو ويلي چې دا به د چين پر ګټو بد اغېز ولري او۲۳ اعشاریه ۴ سلنه برخوال پر دې باور دي چې دا به د دواړو هېوادونو پر تاوان وي.
سربېره پر دې، ۹۲ اعشاریه ۵ سلنه برخوالو ويلي دي چې امريکا د ګمرکي تعرفو په چارو کې له یوې خوا د خبرو ادعا کوي او بلې خوا د نويو محدوديتونو د ګواښونو له لارې فشار راوړي، دا د ستونزې د حل لپاره د صداقت د نه شتون ښودنه کوي.




































