” له چين سره ډيالوګ“ په نوم د پنځمې دورې نړيوال سيمينار د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د صربيا په بلګراد کې تر سره شو. د صربيا د نړيوال سياست او اقتصاد د څېړنيز انستېتيوټ مشر برانيسلاف دوردويچ د دې سيمينار افتتاحیه مراسمو ته وينا کې وويل، چې چين له تېرو کلونو راهيسې د نړيوالو اړيکو په برخه کې لا فعال رول لوبولی او د يو شمېر نړيوالو وړانديزونو له لارې يې د رښتيني څواړخيزم، همکارۍ او متقابل تفاهم پر بنسټ ولاړې نظريې هڅولې دي.
د چين د نړيوالو مسئلو څېړنيز انستېتيوټ مشر چن بوو او په صربيا کې د چين سفير لي مينګ په دې سيمينار کې ګډون وکړ. د ۳۶ هېوادونو څه باندې ۱۴۰ کارپوهانو په دې سيمينار کې د سياست، اقتصاد، نړيوالو اړيکو، انرژۍ، اقلمي بدلون، سراسري جنوب او علمي ټېکنالوژۍ پر مسئلو بحثونه وکړل.
چن بوو افتتاحيه مراسمو ته وينا کې وويل، چې چين د نړيوال مديريت د سيسټم په اصلاحاتو کې فعال ګډون لري، د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن له وړانديزونو وروسته د نړيوال مديريت وړانديز کړی. ده زیاته کړه چې دغه وړانديز د ملي حاکميت برابري، د قوانينو له مخې د نړۍ اداره، خلکو ته لومړيتوب ورکول او د رښتينو موثريت موندل غوښتي او هغه پوښتنې ته يې ځواب ورکړی کومه چې د نړيوال مديريت کوم ډول سيسټم دې جوړ شي او دغه سيسټم دې څنګه اصلاح او بشپړ شي؟



































