په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتيايمې کليزې د اصلاحاتو وړانديز په اړه د جوړښتي اصلاحاتو د خبرتيا په غونډه کې وويل، د پيچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې پر څو اړخيزم ټينګار کول، د ملګرو ملتونو رول پياوړي کول او د نړيوال مديريت اصلاحات او بشپړتيا د بېلا بېلو هېوادونو ګډ اميد او موخه دا ده چې د ملګرو ملتونو د جوړېدو په اتيايمه کليزه کې د دغه سازمان په جوړښت کې د اصلاحاتو لپاره مطرح شوي وړاندیزونه عملي شي. ده زیاته کړه چې چين د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا وړاندې شوی د جوړښتي اصلاحاتو په هکله راپور ته په درنه سترګه ګوري او دغه راپور يې جدي څېړلی او لاندې درې فقره ايز ابتدايي وړانديز کړی دی:
لومړی: د ملګرو ملتونو په جوړښت کې اصلاحات بايد له پوره بحثونو وروسته پيل شي.
دويم: د ملګرو ملتونو جوړښتي اصلاحات بايد پر سم لوري تر سره شي.
درېيم: جوړښتي اصلاحات بايد واقعي اغېزمنې ولري.



































