د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې له خپل هاسپانيوي سيال جوسي مانويل الباريس بوينو سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، روان کال د چين او هاسپانيا تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د تاسيس له شلمې کليزې سره برابر دی. ده زیاته کړه چې چين غواړي له هاسپانيا سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو مهم ګډ توافقات عملې کړي او متقابل تفاهم او ملاتړ ټينګ کړي. هغه وویل چې چين به د هاسپانيايانو لپاره د ويزې لغوه کولو تګلاره اوږده کړي او هرکلی کوي، چې لا زيات هاسپانيايان چين ته سفر وکړي. دواړه هېوادونه بايد څو اړخيزې همکارۍ زیاتې کړي او په ګډه د نړيوال مديريت معقول او عادلانه سيستم اباد کړي.

الباريس بوينو وويل، د هاسپانيا پاچا فيليپ به له چين څخه رسمي ليدنه وکړي او دا به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ په بهير کې يوه تاريخي نښه وګرځي. اروپا او چين پر دې ټينګار کوي، چې خبرې اترې او همکارۍ د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري او هاسپانيا به په دې چارو کې مثبت رول ولوبوي.



































