د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د بهرنيو چارو دفتر منشي وانګ يي د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له مشاور يمانويل بوني سره د دواړو هېوادونو تر منځ ۲۷مې ستراتيژيکې خبرې اترې تر سره کړې.

وانګ يي وويل،چين غواړي چې له فرانسې سره د لوړ پوړو مسوولینو تګ راتګ زیات، متقابل ستراتيژيکي باور ټينګ او هراړخيزې همکارۍ وهڅوي.
ده زیاته کړه چې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه به ژر تر سره شي، چې په کې به د پنځلسم پنځه کلن پلان په هکله څيړنې وشي. وانګ يي باور څرګند کړ، چې دا به د دواړو هېوادونو همکاريو ته لا زيات فرصتونه برابر کړي. دی وايي چې دواړه خواوې بايد په عنعنوي ساحو کې همکارۍ ژورې کړي او په نويو ساحو کې همکارۍ ولټوي. هغه دغه راز وویل چې چين به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له فرانسې سره څواړخيزې همغږۍ پياوړې کړي.

يمانويل بوني وويل، فرانسه پر خپلواک ډيپلوماتيک دود ټينګار کوي او د يو چين له تګلارې څخه ملاتړ کوي. ده زیاته کړه، فرانسه هيله لري، چې د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ په اقتصاد او تجارت او ملکي چارو کې د اټومي انرژۍ د کارولو، د ساينس او تېکنالوژۍ او نويو انرژيو په شمول ساحو کې له چين سره همکارۍ وکړي. هغه زیاته کړه چې فرانسه د سوداګريزې جګړې او له ډله ايز تقابل سره مخالفت کوي.



































