د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لين جیان د اکتوبر په ۱۶مه په یوه نوبتي خبري ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ.
ده د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د خبرونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه دواړو لوریو پر لنډمهاله اوربند موافقه کړې ده چې د همدې ورځې د ماښام له شپږو بجو څخه به پيل او ۴۸ ساعته به دوام وکړي او سرچینې دا هم ویلي چې د دغه اوربند موخه د رغنده خبرو له لارې د لانجې د حل لټول دي.
خو په عین وخت کې د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې اوربند هوکړه د پاکستان په غوښتنه شوې ده.
مجاهد دا هم ویلي چې که پاکستان پر افغانستان تېری ونه کړي نو دوی به هم د اوربند هوکړه مراعات کړي، نو د چین دریځ په اړه څه دی؟
وياند لين جیان په دې اړه ویلي : موږ دغه خبر ته پام کوو چې پاکستان او افغانستان موافقه کړې چې پر ځايی وخت د اکتوبر د ۱۵مې نېټې د ماښام له شپږو بجو څخه د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند کوي او د رغنده خبرو له لارې به د اوسنۍ لانجې حل پيدا کوي، داهم د یادو دواړو هېوادونو او هم د سیمې د ثبات لپاره ګټور کار دی.
نوموړي دغه راز ویلي چې پاکستان او افغانستان د چين ښه ګاونډيان دي او بېجینګ تل د دې ملاتړ کوي چې دواړه هېوادونه سړه سينه وساتي او هر اړخير او تلپاتې اوبند وکړي او اختلافونه د خبرو اترو او مشورو له لارې حل کړي ترڅو د دواړو هېوادونو او سيمې سوله او ثبات وساتل شي.
دی وايي چې چين غواړي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي او پرمختيا لپاره رغنده رول ولوبوي.



































