د چين دولت رئیس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د چين د زراعت پوهنتون ټولو استادانو او محصلینو ته ځوابي پيغام کې هغوی ته د دې پوهنتون د جوړېدو د ۱۲۰مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله.
هغه په خپل پيغام کې له دوی څخه هيله کړې چې په نوې مرحله کې د پوهنتون ادارې ته ادامه ورکړي، تقویې او هېواد ته خدمت ته ژمن واوسي، زراعتي ټکنالوژۍ او علمي نوښتونه او دغه راز تدریسي او ښوونیز اصلاحات ژور کړي او لا ډېر تکړه مسلکي استعدادونه وروزي څو د زراعت له لارې د چيني شکله عصريتوب ته نوي خدمتونه وکړي.
د چين د زراعت پوهنتون ټولو استادانو او محصلینو له دې مخکې رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام لېږلی و، پکې يې د دې پوهنتون د تېرو ۱۲۰ کلونو پرمختګ بیان او ټينګ هوډ يې څرګند کړی، چې د نړۍ د مخکښ پوهنتون د ګرځېدو لپاره به هڅه وکړي او د وطن د ابادۍ او د ملت د لا سمسورتيا لپاره به نه ستړی کېدونکې منډې ترړې وکړي.



































