
د چین د تیان جین د هلیکوپټر نړیوال نندارتون د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په تیان جین ښار کې پرانیستل شو. د هلي کوپټرو په سږني نندارتون کې د ټیټې ارتفاع نظامي او ملکي هلیکوپټرو ساحه اضافه شوې او یادې الوتکې پکې نندارې ته وړاندې شوې دي.

دغه ۴ ورځنی نندارتون د چین د هوایي صنعت شرکت او د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ د ځمکنیو ځواکونو په کوربه توب جوړ شوی. په دغه نندارتون کې په ټولیزه توګه ۵۲ هلیکوپټرې نندارې ته وړاندې شوې.
د تیان جین د هلیکوپټر نړیوال نندارتون په چین کې د هېواد په کچه یوازینی نړیوال هلیکوپټر نندارتون دی. دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې په بریالیتوب سره ۶ دورې ترسره شوی، چې د نړیوالو هلیکوپټرو په چارو کې همکاري او پرمختګ هڅوي.



































