د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د دایمي کمیټې غړي، د صدراعظم مرستیال او د چاپېریال او پرمختګ په اړه د چین د نړیوالې همکارۍ کمیټې رئیس دینګ شیوه شیانګ د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجینګ کې د یادې کمیټې د ۲۰۲۵ کال په کلنۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دینګ شیوه شیانګ په خپلو خبرو کې وویل چې له ۱۴م پنځه کلن پلان راهیسې، د دولت رئیس شي جین پینګ په مرکزیت د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې تر قوي مشرتابه لاندې، چین د چیني شکله د عصري کولو لپاره د انسانانو او طبیعت ترمنځ همغږۍ ګډ ژوند د ساتنې، د ایکولوژیکي تمدن د ودې، د ایکولوژیکي کیفیت د دوامداره ښه والي او د ښکلي چین د جوړولو په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په عین وخت کې، چین په فعاله توګه د یو لوی هېواد په توګه خپل مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ښودلی دی او د نړیوال چاپیریال حکومتولۍ کې یې خپل مخکښ رول نور هم پیاوړی کړی دی.



































