د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين او د چين ژن مين پوهنتون له تېرو درېيو کلونو راهيسې د نړۍ په ۴۷ زرو بالغانو کې يو لړ نظر پوښتنې ترسره کړې چې له مخې يې، ۸۹.۵ سلنه ګډون کوونکو د چين اقتصادي ځواک پياوړی بللی، ۸۹.۳ سلنه ګډون کوونکو د چيني اقتصاد د دوامدار او چټک پرمختګ ستايلی، ۸۶.۴ سلنه يې په دې نظر دي چې چين نړيوال اقتصاد ته مهم خدمتونه تر سره کړي دي. د افريقا، جنوبي امريکا او اسيا ګډون کوونکي د هغه لیست په سر کې دي چې له چين سره محبوبيت لري.
نړيوالو د يواړخيزم او سوداګري پروتيکشنيزم د څپو په راپورته کېدو سره د چيني بازار د ثبات او د لوړې کچې ورخلاصون له امله د رامنځته کېدونکو فرصتونو ستاينې کړې. په اړوندو نظرپوښتنو کې ۷۹.۸ سلنه ګډون کوونکو ويلي، د چين معقول سوداګريز چاپېريال بهرنيو پانګه اچوونکي جلبولای شي او ۷۸ سلنه يې منلي چې خپل هېواد له چين سره په خپلې سوداګرۍ کې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.



































