د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ته د ۸۰مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې یادونه کړې چې دغه سازمان د نړیوال خوراکي امنیت د ډاډمنولو، د کلیوالي پرمختګ او د خوړو سیسټم د بدلولو او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ژوندانه سویې په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.
شي جين پينګ پر دې ټینګار وکړ چې د چین حکومت د خوړو خوندیتوب ته ډېره پاملرنه کوي، د خپلو یو اعشاریه ۴ ملیارډو څخه زیاتو خلکو ته د خوړو ورکولو لپاره په خپلو سرچینو پر تکیې ټینګار کوي او د اړتیا وړ هېوادونو ته تر خپلې وسې پورې مرستې ورکوي، چې د نړیوال خوراکي امنیت د ډاډمنولو لپاره د چین ځواک برابروي.



































