د چين او امريکا تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو لپاره د چين مشر، د دولتي شورا مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د امريکا له مشر، د دغه هېواد ماليې وزير سکوټ بيسينټ او د سوداګرۍ له استازي جاميسون ګرير سره ويډيويې خبرې تر سره کړې.
دواړو خواوو د روان کال له پيل راهيسې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د څو ځلې خبرو اترو د مهمو ګډو نظريو د تطبيق، په دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې د مهمو مسئلو په هکله په صميمي، ژوره او مثبته توګه د نظريو تبادلې کړې او موافقه يې کړې، چې ژر تر ژره د نوې دورې خبرې اترې تر سره کړي.


































