د چین د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د امریکا لخوا د سوداګرۍ نړیوال سازمان د قوانینو او دندو د پلي کولو په اړه د ۲۰۲۵کال راپور خپور کړ. د چین د سوداګرۍ وزارت مسؤل اړونده معلومات معرفي کړل.
څو اړخیز سوداګریز سیسټم اوس مهال له سترو ننګونو سره مخ دی. چین هیله لري چې د یاد راپور د خپرېدو له لارې به له امریکا څخه وغواړي چې خپلې تېروتنې په وخت سره سم کړي، په واقعي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د قوانینو مراعات وکړي، د غړي په توګه خپلې دندې پوره کړي، او ژر تر ژره د بالمثل تعرفو په څېر غیر قانوني اقدامات لغوه کړي.



































