د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د ناورو د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په اړه ډېوېډ اډيانګ ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په پیغام کې څرګنده کړه چې د چين او ناورو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټینګېدو راهيسې، دوه اړخيزو اړيکو د پام وړ پرمختګ کړی او په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه رسولې دي.
نوموړي وویل: “زه په ژوره توګه د دې حقيقت ستاينه کوم چې د ښاغلي ولسمشر تر مشرۍ لاندې د ناورو حکومت د يو چين پېژندنې پر اصل ټینګار کوي. زه د چين او ناورو د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګورم او غواړم له ښاغلي ولسمشر سره دوه اړخيزې اړيکې يوې نوې کچې ته لوړې کړم، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ښې ګټې ورسېږي.”



































