د پنجشېر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي دي. د یاد ریاست رییس فضل الله دیوبند ویلي، چې سږکال په ټولیز ډول ۱۹۶۲ متریک ټنه مڼې ترلاسه شوي په داسې حال کې چې تېرکال دغه اندازه ۱۷۰۶ متریک ټنه و. نوموړي د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه امنیت، پر وخت د خدمتونو وړاندې کول، د اصلاح شويو تخمونو، کیمیاوي سرو، د عامه پوهاوي پروګرامونو، د افتونو او ناروغیو کنټرول او د کرنیزو ځمکو پراختیا یاد کړل. هغه ویلي، چې د کرنې د میکانیزه کولو او د بزګرانو د ځان بسیاینې لپاره به هڅې لا هم چټکې کړي.




































