د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه به د اکتوبر له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شي. په دغه غونډه کې به د چين د کمونېست ګوند سياسي بیورو مرکزي کمېټې ته کاري راپور وړاندې کړي او هم به پکې د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه د پنځلسم پنځه کلن پلان د تدوين وړانديزونه وڅېړل شي.
د چين د پنځه کلن پلان ميکانيزم په ۱۹۵۳م کال کې نافذ شوی او له همغه وخت راهیسې يې د عمومي مشرتابه د پلان او د حکومت د بنسټيزو چارو د کارکوونکو د ستراتيژيو دوام تامين کړی دی او دغه ميکانيزم د چين د مديريت يوه مهمه وسیله بلل کېږي.
د چين دوامدار پلانونه د بازار لپاره باوري چاپېريال او ښه راتلونکی او د نړۍ لپاره ګټور فرصتونه برابروي او د نړۍ په لر او بر کې یې د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.
په ځينو هېوادونو کې سياسي او اقتصادي تګلارې د حکومتونو د بدلون له امله لوري بدلوي، خو د چين د پنځه کلن پلان سيسټم د ستراتيژيو او تګلارو دوام تامینوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت، د زرغون پرمختګ بڼه، د سيمه ييزې همغږۍ په شمول مهمې ستراتيژۍ نړيوالو تصديو او پانګوالو ته اوږدمهاله ثبات او ډاډمن چاپېريال برابروي او په نږدې راتلونکې کې به هم بدلې نه شي.
يو ثابت سوداګريز چاپيريال د سوداګرۍ د دوام باوري سرچينه بلل کېږي او د تګلارو د بدلون له امله د معاملو لګښت کمېږي. پانګوال له تشویش پرته او په ډاډ زړه د چين دننه او بهر اوږدمهالې ستراتيژيکې پانګونې کولی شي او دغه ډاډمنتيا په اوسنۍ کړکېچنې نړۍ کې د تشو د ډکولو او هم د سیالۍ ځواک بلل کېږي.
د چين پنځلسم پنځه کلن پلان کې به نه يوازې د څوارلسم پنځه کلن پلان د پرمختګ عمده لارې وساتل شي، بلکې د باکيفيته پرمختګ او د ګډې شتمنې لپاره به لا پياوړي کارونه هم ترسره شي.
په چين کې د يو هدف د تطبیق بڼه دولتي ستراتيژۍ هڅوي.
د بېلګې په توګه، د چين څوارلسم پنځه کلن پلان د هېواد دننه او بهر د ګډ پرمختګ نوې بڼه او باکيفيته پرمختګ هڅولي او ښې لاسته راوړنې لري او د پنځلسم پنځه کلن پلان لپاره یې اوږمهاله ټينګ بنسټونه جوړ کړي دي.
چين په نړۍ کې تر ټولو لوی صنعتي سيسټم، پراخ بازار او د لوړې کچې لګښت لري او په دغه هېواد کې د توليدي دوديزو چارو د ډيجيټلي کېدو، د مصنوعي ځيرکتيا (AI) پرمختګ او د نوې انرژۍ موټرو په شمول ډېرو برخو کې د پانګونې او همکارۍ پراخه فضا موجوده ده.
د تګلارو دوام د پانګونې لپاره ملاتړې تګلارې او دومدار پرمختګ ته زمينه برابروي او د پرمختګ نوې بڼې او همکاريز فرصتونه رامنځته کوي.
د چين د لوړې کچې ورخلاصون په اړه ټينګ هوډ لري او په دغه برخه کې يې د عمومي تګلارو ثابتې او دوامدارې ځانګړتياوې ښکاره کړې دي.
چين د وارداتو د نړيوالو نندارتونونو او د لګښت نړيوالو نندارتونونو په شمول د وارداتو په سرلیک لسګونه نندارتونونه ترسره کړي او بهرنيو پانګوالو ته یې د اسانې پانګونې او د پانګو د پياوړي ضمانت په شمول بېلا بېلې ګټورې تګلارې جوړې کړې دي.
چين د پانګوالو لپاره د نړيوالې سوداګرۍ او تجارت د لوړو معيارونو په رڼا کې غوره سوداګريز چاپېريال برابر کړی دی.
نړيوال پانګوال او سوداګر د خپلو ګټو په پار له چين سره دایمي همکاريو ته دوام ورکړی او لا زيات هېوادونه او تصدۍ غواړي چې په دغه هېواد کې پانګونې وکړي، ځکه دوی د چين په پراخ بازار کې خپل راتلونکی ویني.
له څوارلسم پنځه کلن پلان څخه پنځلسم پلان ته ارام او سوله ييز انتقال د چين د عصري مديريت څرګندويي کوي او نړۍ ته دا نښه ورکوي، چې پانګوال او سوداګر د دغه هېواد پرمختګ د تګلارو د دوام پر مټ ثابت او ښه راتلونکی جوړولی شي.
د چين پرمختګ د نړۍ د اقتصاد لپاره پياوړی اېنجن برابر کړی دی.



































