د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه د اکتوبر د ۲۰ مې نېټې په سهار په پلازمېنه بېجينګ کې پیل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ دې غونډې ته د دې کمېټې د سياسي بيورو په استازيتوب کاري راپور وړاندې کړ او د هغو وړانديزونو په اړه توضیحات ورکړي، چې د يادې کمېټې له لوري د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵ م پنځه کلن پلان د جوړولو لپاره شوي دي.


































