د چين او اروپايي ټولنې د فلمونو اووم فيسټيوال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د بلجيم په بروکسيل کې پرانيستل شو. د چين او ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو د فلمونو او فرهنګ څانګو استازو او پوهانو له نندارچيانو سره يو ځای د مختلفو ژبو او فرهنګونو فلمونه ليدلي دي.
د چين او اروپا لس فلمونه په دغه فيسټيوال کې نندارچيانو ته وړاندې شوي او د چين سره د ليدنې په عنوان يوه ځانګړې برخه، د فلمونو په چارو کې د ځوانانو د نظريو تبادلې او د چين او اروپا د ډايرکټرانو تر منځ د ډيالوګ فعاليتونه ترتيب شوي دي.
د چين او اروپايي ټولنې د فلمونو فيسټيوال په ۲۰۱۵م کال کې تاسيس شوی، چې د دواړو خواوو د فرهنګي تګ راتګ يو مهم ډګر بلل کېږي. روان فيسټيوال به د اکتوبر تر ۲۶مې نېټې پورې دوام ولري.


































