د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۸ م نندارتون د اکتوبر په ۱۵ مه د دغه هېواد په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو. په دغه نندارتون کې تر ۳۲ زرو زياتو تصديو ګډون کړی، چې د تاریخ نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
د یادونې ده چې تېر کال په لومړي ځل د خدمتي ربوټونو ځانګړی نندارځی جوړ شو او سږ يې دویم کال دی چې ۴۶ تصدیو پکې خپل عصري ربوټونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
دغه روبوټونه چې «خدمتګار» روبوټونه نومېږي، د زينې ختلو، اوبو اچولو، جامو کات کولو او مساژ کولو په شمول ډول ډول کارونه کولی شي چې د ډېرو بهرنيو مشتريانو توجه يې راجلب کړې ده.
د روبوټونو د نړيوالې اتحاديې د راپور له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې په چين کې په دندې د ګمارل شوو صنعتي روبوټونو شمېر له ۲ ميليونو څخه زيات شوی، چې په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.
دغه راز په دغه هېواد کې په موټرو، برېښنايي توليداتو، فلزي وسايلو، کورنيو او طبي او تعليمي چارو کې له روبوټونو استفاده د مروج کېدو په حال کې ده.



































