د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي ان او د چین د خلکو پوهنتون لخوا ترسره شوې سروې ښيي، ۸۶.۴ سلنه ګډونوال په بشپړ ډول د نړیوال اقتصادي پرمختګ کې د چین د اقتصاد د مهمې ونډې ستاینه کړې.
د سروې ۷۲.۶ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې چین یو پرانیستی او رقابتي بازار لري؛ ۷۹.۸ سلنه ګډونوال په دې اند دي چې د چین خورا لوی بازار د دوی د هېوادونو لپاره مهم فرصتونه چمتو کړي؛ ۷۹.۸ سلنه ګډونوال وايي چې د چین مناسب سوداګریز چاپیریال د بهرنیو پانګوالو لپاره خورا زړه راښکونکی دی؛ ۷۸ سلنه ګډونوال وايي چې د دوی هیوادونو له چین سره له سوداګرۍ څخه د پام وړ ګټه پورته کړې ده.



































