د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه به د اکتوبر له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شي. نړيوال شخصيتونه يادې غونډې ته پاملرنه لري او وايي، چې په اوسني پېچلي نړيوال وضعيت کې د چين اقتصاد خپل ثبات ساتلی، د باکيفيته پرمختګ لاسته راوړنې يې د پام وړ دي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره محرک ځواک او فرصت برابروي.
د روسيې د دوما د نړيوالو چارو کمېټې لومړي مرستيال دميتري نويکوف ويلي، چې چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په ترڅ کې د پام وړ برياليتوبونه درلودلي، هغه چې په اوسني پېچلي نړیوالو وضعيت کې ډېر ګران دي. هغه هيله ښودلې، چې د چين راتلونکی پنځه کلن پلان لا زیات پرمختګ او برياليتوب ونه ومومي.
د جاپان د توميچي موراياما خبرو د پراخولو کمېټې مشر فوجيتا تاکاګ ويلي، چې څوارلسم پنځه کلن پلان د چين اقتصاد ته ډېره وده ورکړې، د لوړ تخنيک ابتکار يې پياوړی کړی او په دې سره چين د نړيوال اقتصاد د پرمختګ مهم محرکه قوه ګرځېدلې ده.
د ګانا ولسمشر جان دراماني مهاما ويلي، چې چین د اساسي تأسيساتو د اصلاحاتو پر اهمیت ډېر پوهېږي، نو ځکه يې د افريقايي هېوادونو د اساسي تأسيساتو له جوړونې څخه ملاتړ کړی. د هغه په وينا، چين د پرمختيايي هېوادونو پر اړتیاوو پوهېږي او د يو پرمختيايي هېواد په توګه تل له سراسري جنوب هېوادونو سره يو ځای ولاړ دی.



































